ملی دفاع وزارت د خوست او پکتیا په سرحدی سیمو کې د نښتو جزیات خپاره کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخ  د ملی دفاع وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د خوست او پکتیا ولایتونو اړوند ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د نښتو په اړه وضاحت ورکړل شوی دی.

د ملی دفاع وزارت ویاند ویلی، د هېواد د سویل لوېدیځ له استقامته د فرضی کرښې بلې خوا ته په څو نقطو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پټنځایونه په نښه شوی.

نوموړی زیاته کړې، چې له دغو مرکزونو څخه په افغانستان کې بریدونه تنظیمېدل، چې افغان ځواکونو په انتقامی عملیاتو کې په نښه کړل.

تر دې وړاندې سرچینو ویلی وو، چې په یادو بریدونو کې ۱۹ پاکستانی پوځیان وژل شوی دی.

ملی دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خاورې د دفاع په برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.