ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ وزارت چارواکی وایی، چې د نوې سوداګریزې تګلارې په عملی کېدو سره به تر یوه بریده د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشی.
د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظری یوې خبری غونډې ته ویلی چې له نوې اقتصادی تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرنی او کورنی سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولری، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شی.
هغه زیاته کړې ده چې ښځینه سوداګرې هم د اسلامی او ملی ارزښتونو په رڼا کې سوداګریز فعالیتونه کولی شی.
د یادونې ده چې د امریکا له لوری د افغان مالی شتمنۍ کنګل کېدو سره سم د هېوادوالو اقتصادی وضعیت لا ځپل شوی دی او د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا دا کار غیر عادلانه او له افغانانو سره ښکاره ظلم بللی دی.
گهیځ