قلات کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د قلات ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د یوه څلور پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت ځایی چارواکو ویلی، دغه مارکېټ به د ښاروالۍ له پراختیایی بودیجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

د چارواکو په خبره موخه یې د خلکو د ژوند ښه والی او د اقتصادی ودې لپاره مهمو پروژو پلی کول دی، د دې سوداګریز مارکېټ جوړېدل به نه یوازې د سیمې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړی؛ بلکې خلکو ته به د کار کولو فرصتونه هم برابر کړی.

د زابل ځایی چارواکی وایی، د دې مارکېټ د جوړېدو ترڅنګ به ډېر ژر د یاد ولایت د دوه طرفه سړک، د عمری بند، دوو نورو سوداګریزو مارکېټونو، جامع جومات او یوه تفریحی پارک د جوړولو چارې هم پیل شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.