کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان او پاکستانی لوری غوښتی، چې له زغمه کار واخلی او ستونزې د خبرو له لارې حل کړی.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلی، مسکو د ډیورنډ فرضی کرښې اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ ته اندېښنه لری.
مسکو وروسته له هغې دغه اندېښنه ښودلې، چې تېره ورځ افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورڼد فرضی کرښې بلې غاړی ته د شریرو کړیو او د هغوی د ملاتړو پټنځایونه په نښه کړل.
د افغان ځواکونو له لوری دغه انتقامی بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول، چې د پاکستان هوایی ځواک د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملګی وګړو بمباری وکړه او ۴۶تنه ملکیان یې شهیدان او ۶تنه نور یې ټپیان کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ