د جنوبی کوریا په موان هوایی ډګر کې له دیوال سره د الوتکې د ټکر له امله ۸۵ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جنوبی کوریا په موان هوایی ډګر کې نن یکشنبه په ځایی وخت ۹ بجې د جیجو ایر هوایی شرکت یوې مسافر وړونکې الوتکې د ناستې پر مهال له ځغاست لیکې ووتله او له دېوال سره ټکر شوه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، الوتکه له ټایلنډ څخه د جنوبی کوریا په لوری روانه وه، چې په کې ټول ۱۸۱ مسافر سپاره وو.

اسوشیټېډ پرېس خبری آژانس ویلی، په دې پېښه کې ۴۶ ښځې او ۳۹ نارینه وو ژوند بایللی دی.

د ټپیانو روغتیایی وضعیت نازک بلل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا الوتکه د جیجو ایر هوایی شرکت اړوند وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.