کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ پر خپلې اېکس پاڼې یوه لیکلی بیان کې ویلی، چې له افغانستان سره د دغه هېواد پر فرضی کرښه ۹۸ سلنه او له ایران سره پر پوله ۹۱ سلنه د اغزن تار لګولو چارې بشپړې شوې دی.
په لیکلی بیان کې زیاته شوې، چې دا پروژه ټولټال ۳زره ۲۱۷ کیلومتره د پاکستان پولې تر پوښښ لاندې راولی، د امنیتی ګواښونو، قاچاق او ناقانونه تګ – راتګ د مخنیوی لپاره د دغه هېواد د هر اړخېزې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳زره۱۰۰ کیلومتره زیاتې پولې اغزن تار او استحکامات فعال شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ