د سمنګان – بلخ پر لویه لار ترافیکی پېښې پنځو تنو ته مرګ‌ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سمنګان ـ مزارشریف پر لویه لار د خلم ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکی پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ‌ – ژوبله اوښتې ده.

د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، دغه پېښه کې د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوی دی.

د مسوولینو په خبره، پېښه د یوه فوتینر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې او ټپیان د سمنګان ولایت روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

د پولیسو لومړنی معلومات ښیی، چې د موټر چلوونکی بې‌احتیاطی د دې پېښې لامل شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.