کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان د پاکستان پوځ د استخباراتی ادارې یا ISI له مشر جنرال عاصم ملک سره د دوشنبې ښار کې کتلی.
د تاجکستان حکومتی سرچینو او پاکستانی رسنیو د دې ملاقات په اړه راپورونه خپاره کړی، چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړی.
په دې کتنه کې د سیمې پر امنیتی وضعیت، د ترهګرۍ ضد همکارۍ، د سولې او ثبات پر ټینګښت او د اقتصادی همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
پاکستانی رسنیو ویلی، د ملاقات پر مهال د تاجکستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتی معلوماتو شریکولو او د سرحدی امنیت د ښه والی په برخه کې هم خبرې – اترې شوې دی.
د دې ملاقات موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د سیمې امنیت ټینګښت لپاره ګډې هڅې ښودل شوی، چې د دواړو لورو لخوا یې هرکلی شوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ