تورخم کې د باختری او کوشانی دورو اړوند د ۱۳۶ لرغونو سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ختیځ زون د موزیم آمر ویلی، چې د تورخم کمیسارۍ اړوند د کشف او جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې امریت تېره ورځ ۴۸۰ عدده سکې نیولې وې، چې د یاد موزیم اړوندو متخصصینو تر ارزونې وروسته یې ۱۳۶ عدده سکې لرغونې او له میلاده وړاندې د باختری او کوشانی دورو پورې اړوندې وپېژندل شوې.

اطلاعات او کلتور ریاست کې د ختیځ زون د موزیم آمر په وینا، یادې لرغونې سیکې تر ځانګړی پروسیجر وروسته د موزیم په ډیپو کې ځای پرځای شوې.

تر دې وړاندې هم ورته لروغونې سکې چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدې، نیول شوې دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.