کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه وعروس بند د جوړولو چارې بشپړې کړې.
د مسوولینو په وینا دا بند د هېواد په زېربنایی پروژو کې یو له مهمو اقداماتو دی، چې د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژی تولید په برخو کې به حیاتی رول ولوبوی.
د چارواکو په خبره د دې بند په بشپړېدو سره به هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه تنظیم شی، چې له دې جملې څخه به ۵ میلیونه متر مکعب د کابل ښار لپاره د څښاک اوبو په توګه برابرې شی.
سربېره پر دې به شاه وعروس بند ۲۷۰۰ جریبه ځمکه خړوب کړی، چې د کرنې سکتور لپاره به حیاتی اهمیت ولری.
مسوولینو زیاته کړې، چې یاد بند به د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لری، چې د سیمې د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره به مرسته وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ