کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورښت اټکل کړی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې په وینا بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه به د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.
د بارانونو او واورو دا څپه په داسې مهال پیلیږي، چې د ژمي له پیل راهیسې د اورښتونو کمې کچې له امله ډېری سرد سېرو سیمو کې هوا په لوړه کچه ککړه شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/