کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په کرمې سیمه کې لاریونوال له پولیسو سره په نښتو اوښتی دی.
راپورونه وایی، چې د لاریون کوونکو د مخنیوی لپاره پاکستانی پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.
دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې ځینو ګوندونو د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره پر پرلتونو پیل وکړ.
د وضعیت خرابېدو له امله سیمه کې د برېښنا، اوبو او روغتیایی خدمتونو کمښت هم رامنځته شوی دی.
ځایی سرچینو ویلی، پولیسو د لاریونوالو د مخنیوی پرمهال له زوره کار اخیستی چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوی هم دی.
تر اوسه د دغې اخ و ډب د زیانونو په تړاو بشپړ تفصیل نه دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ