د څلورو ولایتونو د سړکونو د خط اچونې کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د څلورو ولایتونو د سړکونو د خط اچونې کار پیل شو.

د ترافیکو پولیسو عمومی ریاست د کابل، کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو پر سړکونو د خط اچونې کار پیل کړ، چې ۱۲۰ زره متره مربع مساحت به ولری.

د چارواکو په وینا، دا پروژه به د ترافیکو د عمومی ریاست لخوا د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو کې پلې شی.

د چارواکو په خبره د دې پروژې د پلې کېدو موخه د ټرافیکی جریان تنظیمول، د ټرافیکی پېښو مخنیوی او د لارو ښکلا کول دی.

د مسوولینو په وینا د ولایتی سړکونو د جوړولو پروژه کولی شی، د دغو ولایتونو په لویو لارو کې د امنیت په ټینګښت کې اغېزناک رول ولوبوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.