کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادی دیوال او یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د مسوولینو په خبره د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام UNDP په مالی ملاتړ دا پروژې د خیرکوټ ولسوالۍ د سیکانی سیمې او د سرروضې ولسوالۍ د سره پانګه په سیمه کې بشپړې شوې.
د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایی، استنادی دیوال چې په خیرکوټ ولسوالۍ کې جوړ شوی، د ۵۰ جریبه ځمکې ساتنه د سېلاب له خطر څخه کوی او د سرروضې په سیمه کې جوړ شوی سربند د ۵۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ