کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی، چې دا پېښه په لاس ویګاس ایالت کې د ټرمپ هوټل ته څېرمه شوې ده.
رویټرز ویلی، چاودېدونکی توکی د ټیسلا شرکت په یو موټر کې ځای پر ځای شوی وو.
پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او ۷ کسه نور ټپیان دی.
تر اوسه د پېښې په اړه زیات توضیحات نه دی ورکړل شوی، خو باور دادی چې چاودنه د ځای پر ځای شوی بم او یا هم د اور لوبې د توکو له امله رامنځته شوې ده.
دا پېښه د امریکا په نیو اورلینز ښار کې له ورته برید څو ساعته وروسته رامنځته شوې، چې په هغه پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال د امریکا په نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې څو ناکامې هڅې هم ترسره شوې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ