کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)
له تېرې شپې راهیسې کابل ښار باندې د کال لومړنۍ واورې خپل سپین ټغر پوښلی، چې ورسره د ښار هوا د پاکېدو تمه ډېره شوې.
د چارو د پوهانو په باور واورې د هوا پاکوالی لپاره ګټورې دی او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کولو او د پسرلی ترڅنګ اوړی کې د سیندونو لپاره د اوبو برابرولو کې هم مهم رول لری.
د ټرانسپورټ او هوایی چلند ادارې د تېرې ورځې د اټکل په اساس، له نیمروز ولایت پرته په ټولو غرنیزو سیمو کې د واورې اورښت او په هوارو سیمو کې د تندو بارانونو امکان څرګند شوی دی.
د اټکل له مخې، د باران کچه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملی مترو پورې وی. د واورې کچه بیا له ۱۰ څخه تر ۵۰ سانتی مترو پورې رسیږی.
د یوې تقریبی محاسبې له مخې افغانستان نږدې ۵۲ سلنه اورښت یواځې د ژمی په دریو میاشتو کې ترلاسه کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ