پاکستانی پولیسو د افغان کډوالو ژوند د نویو عملیاتو له پیل سره تریخ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام‌ آباد کې مېشت افغان کډوالو ویلی، چې د دوی د کورونو د تالاشۍ او نیونې لړۍ روانه ده.

د خبر پر بنسټ د تېرې جمعې ورځې په ترڅ کې پولیسو په B17 سیمه کې لسګونه افغان کډوال یی نیولی دی.

د افغان کډوالو شورا په وینا، شاوخوا ۷۰ کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته په جبری ډول شړل شوی دی.

د کډوالو په وینا، ډېری نور نیول شوی کسان چې په حاجی کمپ کې ساتل کیږی، شمېر یې له ۲۰۰ پورته دی.

ځینې نیول شوی کډوال، چې ویزې یې پای ته رسېدلی، یا د ختمېدو په حال کې وی، له خپلو کورنیو څخه بېلتون ته اړ شوی دی.

د پاکستان حکومت د جنورۍ لومړۍ نېټه د اسنادو د وړاندې کولو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

په عین حال کې د شارپ ټوکن لرونکی کډوال وایی، د NOC سند ترلاسه کول ورته ناممکن ګرځېدلی.

یاده دې وی، چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو د ډله‌ ییز اخراج لړۍ پیل کړې، چې تر اوسه یې لکونه کډوال اغېزمن کړی او ژوند یې ورته تریخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.