غزه کې د تېرو دوو ورځو بمبارد له امله ۴۲ تنه شهیدان شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزه کې د یوه روغتون او اضطراری چارو کارکوونکو اسوشېټېډ پریس خبری آژانس ته ویلی، چې د اسراییلی بمباریو له امله غزه کې  پنجشنبه او جمعې د ماشومانو په ګډون ۴۲ کسان شهیدان شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راوروسته په غزه کې د اسراییلی ځواکونو د بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۵ زرو څخه اوښتی، چې د قربانیانو لوی تعداد ښځې او ماشومان دی.

په مقابل کې یې د حـ  ـماس جـ  ـهادی ډلې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو اسراییلی پوځیانو شمېر شاوخوا ۵۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې د غزې د نږدې ۱۵ میاشتنۍ جګړې پای ته رسېدو لپاره قطر کې د اوربند خبرې بیا پیل شوې.

د حماس ډلې چارواکو ویلی، دا غیرمستقیمې مذاکرې په دوحه کې روانې دی، چې د دایمی اوربند او له غزې د ټولو اسراییلی ځواکونو د وتلو پر موضوع متمرکزې دی.

د غزې اوسېدونکی د جګړې د پای ته رسېدو او دایمی اوربند په هیله دی، خو د اسراییلی اشغالګرو دوامدارې بمبارۍ د دوی راتلونکې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.