څېړنوال محمد داود ناظم
الحمدلله الذی ارسل نبیه بالکتاب المبین و زینه بالخلق العظیم، والصلاه والسلام علی رسوله الذی أدی الأمانه وبلغ الرساله و نصح الأمه، وعلی آله و أصحابه أجمعین.
قال الله سبحانه و تعالی «الَّذِینَ یَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِکَ الَّذِینَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِکَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ»(الزمر:۱۸) وقال رسول الله -صلی الله علیه وسلم-: «بَلِّغُوا عَنِّی وَلَوْ آیَهً»(متفق علیه)
په پورتنی مبارک آیت کې الله متعال هغه کسان چې خبرو ته ښه غوږ ږدی او د غوره هغو یې متابعت کوی؛ هغوی یې د سمې لارې موندونکی او د لوړ فکر هوښیاران بللی دی.
له دغه مبارک آیت څخه داسې یو حقیقت را جوتېږی چې؛ که چېرې په ټولنه کې د وینا لپاره آزادی شتون ولری، د ښو خبرو لپاره د بیان او اورېدلو لوړ فرهنګ موجود وی، بیا د ښو او ډېرو ښو ویناوو د تفکیک لپاره لوړه پوهه او معیارونه وی او د غوره ویناوو یې متابعت وشی، نو بې له شکه چې همدا کار د بشریت د هدایت سبب کېږی او د عقلمندۍ روح په ټولنه کې ژوندی ساتی. په اوسنی عصر کې د دې الهی لارښوونې پلی کېدل د بیان آزادۍ او پیاوړو رسنیو په شتون کې متحقق کېدلی شی. د بیان آزادی هم په خپله اسلامی ټولنه کې داسې تعریفولی شوی چې: د بیان آزادی هغه حق دی چې د اسلامی شریعت، نافذه قوانینو او منل شوی عرف په اډانه کې انسان د خپلې معنوی او مادی لاسته راوړنې- د ژبې، لیکنې، اشارې، انځور یا کومې بلې مشروع طریقې څخه په استفادې- څرګندولای وشی.
که له پورتنی تعریف سره سم له رسنیو او د بیان آزادۍ څخه د اسلامی شریعت، افغانی فرهنګ او مناسبو قوانینو په اډانه کې ښه استفاده و شی، نو بې له شکه چې د اسلامی نظام په ټینګښت کې اغېزناک رول لوبولی شی، ځکه له یوې خوا د رسنیو د قوت او د هغو د اغېزو واقعیت په بشری ټولنه کې ثابت شوی چې له همدې کبله، په پوره هوډ سره غواړو د دې الهی امر «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّه» په مصداق د اسلامی نظام د استحکام، له خلکو سره یې د همغږۍ، له نړۍ سره یې د تفاهم او د معلوماتی قدرت د حصول او خپراوی په لاره کې سترې سرچینې په خپل هېواد کې ولرو. له بلې خوا هیله من یو چې په اسلامی نظام کې د بیان آزادۍ ته احترام، بشری ټولنې ته د بېلګې په توګه وړاندې کړو او خپله ټولنه د معلوماتو او اطلاعاتو په دې اغېزناکې ګنجینې ویاړمنه، پرمختللې او د خپلو خلکو ظرفیتونه پرې لوړ کړو. همدارنګه هیله من یو چې د اسلامی دعوت په خپرولو، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې د منبر تر څنګ له اوسنیو رسنیو او عصری ارتباطی ټکنالوژۍ څخه هم د اسلامی ارشاداتو، افغانی فرهنګ او عصری علومو په رڼا کې ښه استفاده وشی.
له رسنیو څخه ښه مناسبه او معیاری استفاده کول د اسلامی نظام د استحکام، له نړۍ او خپلو خلکو سره یې د ښه تفاهم او یو د بل د ملاتړ سبب کېږی.
په دې لنډه لیکنه کې د مقالې له ځینو شکلیاتو او پېچلو تحقیقی پړاوونو څخه تېرېږم او کوښښ کوم چې په مختصره توګه د رسنیو او بیان آزادۍ په اړه د اسلامی شریعت او د ژورنالیزم مسلک په رڼا کې تر یو حده په عامو او ولسی ادبیاتو څو نکتې او پیغامونه ټولنې ته ورسوم.
د اسلامی شریعت او د نافذه قوانینو په اډانه کې د بیان آزادی د رسنیو روح دی چې بې روحه جسد ډېر ژر خاورو ته سپارل کېږی یا له منځه ځی، نو په دې محدوده کې د بیان آزادی د بشریت له فطرت سره سم د انسانی ژوند اړتیا، د فکر، علم او جسم یا د معنی او مادې د پرمختیا او پرمختګ رمز دی چې د اسلامی نظام د ټینګښت یوه اساسی پایه جوړوی.
د تاریخ په اوږدو کې نظامونه، رسنۍ او د بیان آزادی تر ډېره په یو کشمکش کې سره اوسېدلی، ځینې یې د نظام په ضرر ګڼی او له سره آزادو رسنیو ته اجازه نه ورکوی او ځینې یې په ګټه بولی او دومره آزادی یې ورکړې وی چې عین د هېواد ارزښتونه تر پښو لاندې کوی، نو د همدې وضاحت او د نظام او بیان آزادۍ تر منځ د پیاوړتیا د رمز پیدا کولو په موخه څېړنې ته اړتیا لیدل کېږی، تر څو نظام او رسنۍ په یو متعادل منهج کې یو پر بل سره تقویه شی.
لومړی پیغام دا چې رسنۍ په بشری ټولنه کې یو اغېزناک قوت ثابت شوی، نو د الهی امر د پرځای کولو، اسلامی دعوت د خپرولو او داسې نورو سترو اهدافو د تحقق په موخه له دې قوت څخه غوره استفاده اړینه ده.
دوهمه نکته دا ده چې د بیان آزادی د بشری قیادت یوه نړیواله کیلی ده چې مسلمانان د دې کیلی په لاس ته راوړلو کې ډېر مستحق دی او د اسلام مبارک دین د دې ستر نړیوال ارزښت بنسټګر او لارښود دی.
د قیادت هغه دقیق او واقعی رمزونه چې اسلام او پیاوړی ایمان بشریت ته ور ښودلی دی، نن ورځ پردیو له موږ څخه غلا کړی، پر هغو یې خپل تعریفونه او سمبولونه ور ټومبلی او نن ورځ د همغو رمزونو په وسیله پر نړۍ حکومت کوی، هماغه رمزونه له موږ څخه د موږ او ځان په وسیله سلبوی او ځان ته یې تثبیتوی او په همدې توګه یې په نړۍ خپل قیادت ته دوام ورکړی. یو له دې رمزونو څخه چې د بشریت قیادت پرې ترلاسه کېږی؛ هغه د بیان او فکر آزادی ده چې د اسلام مبارک دین د هغې بنسټ ایښودونکی او بیرق لوړوونکی دی، خو له بده مرغه چې لکه زموږ د هېواد پیاز او کچالو او داسې نور مادی ارزښتونه چې د نورو هېوادونو له لوری په ډېره آرزانه بیعه راڅخه اخیستل کېږی، د هغوی په یخو خونو او بټیو کې ساتل کېږی او پخېږی، بیا بېرته پر موږ باندې د څه مودې په تېرېدو سره په لوړ قېمت خرڅول کېږی، همدغسې موږ د خپلو معنوی ارزښتونو لپاره هم هغه علمی او فکری بټۍ نه دی فعالې کړی چې هغه ارزښتونه د عصر او زمان له غوښتنو، پوښتنو او اړتیاوو سره سم پاخه، پروسس او عامه ذهنیتونو ته خواږه کړو، بیا ټوله نړۍ د خپلو پخو او خوږو ارزښتونو په لور را متمایله او د اسلام د متمدن دین قیادت پرې تثبیت او ښه تمثیل کړو. واقعاً د ټولنې دغې تشې ته ډېره پاملرنه په کار ده، که چېرې په اسلامی ټولنه کې علمی- څېړنیز مراکز، رسنۍ، مبتکر فکرونه، مکاتب، مدارس، پوهنتونونه، مساجد، مسلکی او تخصصی مرکزونه، حرفوی او فکری اتحادیې، ټولنیز او فرهنګی انجمنونه، علمی-څېړنیز کنفرانسونه، سیمینارونه، مرکې، علمی مناظرې او علمی شخصیتونه، د کورنیو مشران، میندې او پلرونه، واړه او لویان او ټول وګړی د بیان آزادۍ په نظر کې نیولو سره د علمی-فکری پرمختیا په لور را وهڅول شی او وړتیاوې یې په فعالیت راوستل شی، نو پایله به یې دا وی چې په ټولنه کې علمی بټۍ په فعالیت راځی او د دې بټۍ تولید به دا وی چې په نړۍ باندې علمی او مادی قیادت اسلامی نظام ته په واک کې ورکوی او د ټولې نړۍ د احتیاج سترګې، فکرونه او لاسونه د اسلامی نظام په لور را اوړی. پاک رب څخه غواړم چې دغه هدف مې رسولی وی «فَاعْتَبِرُوا یَا أُولِی الْأَبْصَارِ»(الحشر:۲) نو عبرت واخلئ، اې د سترګو خاوندانو!
درېیمه نکته دا ده چې د تاریخ په اوږدو کې هغو نظامونو چې د بیان آزادۍ حق یې خوندی کړی او د خپلو خلکو نظریاتو ته یې د قدر په سترګه کتلی د هغوی تاریخ په ځلانده کرښو لیکل شوی دی، د عالمانو، علم، فرهنګ، تمدن او پرمختګ ځلانده دورې معرفی شوی دی، لکه د سلطان محمود غزنوی دوره چې د سترو پوهانو او اسلامی فرهنګ د تمدن دوره ګڼل کېږی، خو هغو نظامونو چې د بیان آزادۍ حق یې سلب کړی، لکه د امیر عبدالرحمن خان د دورې په څېر د تورې دورې نوم ورکول شوی او ملت ته د کرکې او ننګ لکه جوړه شوې ده.
څلورمه نکته دا چې د تاریخ په اوږدو کې تل یا غلام او ګوډاګی نظامونه او یا ډېر کمزوری، کم علمه او کم تجربه نظامونه د بیان آزادۍ او رسنیو مخنیوی کوی، د خپلو خلکو او پوهانو له نظریاتو او نیوکو څخه د وېرې احساس کوی، خو په علم او تجربه سنبال او خپلواک نظامونه تل د بیان آزادۍ څخه په ګټنه خپلې کورنۍ او بهرنۍ ستراتېژۍ، پالیسۍ او تګلارې جوړوی چې د هغو په رڼا کې خپل کورنی او بهرنی واک او ځواک غښتلی او دوامداره کوی.
پنځمه نکته دا ده چې د بیان آزادی او پرېمانه رسنۍ او نیوکې د نظام او ملت علمی کچه لوړوی، د زور او جهل پر ځای علم او معقولیت حکومت کوی، علم، استدلال، عقل، منطق، اقناع، قناعت، افهام، تفهیم، لوړ اخلاق، لوړ فهم، صبر، زغم او داسې نور ارزښتونه او غوره خویونه په کې وده کوی، د ټولنې علمی او فرهنګی کچه لوړېږی، هر څوک د خپلې پوهې، تجربې، تخصص، کار او خدمت په نتیجه کې لوړتیا او شهرت پیدا کوی، په ټولنه کې هر اړخیز پرمختګ ته لاره هوارېږی او ټولنه د دې مبارک آیت غوره مصداق ګرځی چې «ادْعُ إِلَى سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَالْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَن»(النحل:۱۲۵) یعنې په حکمت او نېکه وینا سره د خپل رب لارې ته بلنه وکړه او په غوره اخلاقو مناقشه ورسره وکړه. په داسې حال کې چې د بیان آزادۍ او آزادو رسنیو په نه شتون کې یاد شوی ارزښتونه، غوره اوصاف، پرمختګونه او د ځینې قرآنی آیتونو عملی مصداقونه سقوط کوی او پر ځای یې زور، ظلم، جبر او جهالت حاکم ګرځول کېږی، هېڅوک به هم د دې کوښښ نه کوی او یا به یې نه شی کولی چې یو چا ته د ښه استدلال او اقناع لپاره یو څو کتابونه واخلی او مطالعه وکړی، یا خپله علمی کچه لوړه کړی او د خپلې پوهې، مطالعې، تجربې او تخصص پر وسیله مقابل لوری ته قناعت ورکړی، بلکې هر یو به د زور، ظلم، قدرت، څوکۍ او زورواکۍ په لور حریصانه او متملق کوښښ کوی، ترڅو خپل مزاج او نظر پر خلکو او له مسایلو څخه خپل تفسیر حتی پر دینی نصوصو باندې هم ور تحمیل کړی. په دغه ډول زور واکې او استبدادی فضا کې له ټولنې څخه د «إِنِ الْحُکْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِیَّاهُ ذَلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ وَلَکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ»(یوسف:۴۰) مصداقونه له منځه ځی او په اوامرو کې د بنده تابعداری په جاهلانه، ظالمانه او استبدادی توګه ظهور او رشد کوی چې داسې یو حالت په ټولنه کې د هر ډول معنوی او مادی ودې او پرمختګ مانع ګرځی او په عامه ذهنیت کې د اسلامی نظام فکر حتی تر څو پېړیو پورې خاموشولای شی چې بېرته احیاء یې یو ستر پیاوړی مجدد او دوامداره علمی-فکری-عملی کار غواړی.
او وروستۍ نکته دا چې پخوانیو زمانو کې د الله تعالی له لوری د بشریت د لارښوونو او هغوی ته د پیغامونو رسولو په موخه ډېر زیات پیغمبران رالېږل کېدل، دا ځکه چې هلته د پیغامونو او معلوماتو د تخزین او انتقال وسایل محدود وو، خو اخرالزمان کې د ټولې نړۍ لپاره تر قیامته پورې یواځې یو پیغمبر محمد مصطفی -صلی الله علیه وسلم- د بشریت د هدایت لپاره را استول شوی دی، دا ځکه چې الله متعال په خپل ازلی او ابدی علم کې په دې ښه علیم او خبیر ؤ چې د معلوماتو، لارښوونو او احکامو د تخزین او انتقال لپاره به داسې وسایل او رسنۍ منځته راشی چې بشری ټولنه به دیو نړیوال ورغوی په څېر سره ونښلوی او چا ته به دا حجت په ورځ د قیامت نه پاتې کېږی چې الهی پیغام ورته نه و رسېدلی. له دې څخه څرګندېږی چې له هر چا نه زیات د ارتباطاتو دغه اوسنۍ رسنۍ او ټکنالوژی مسلمانانو ته د اسلامی دعوت رسولو، امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره اړینه ده چې د «بَلِّغُوا عَنِّی وَلَوْ آیَهً»(متفق علیه) نبوی أمر ښه پر ځای شی، سترې علمی او نشراتی پانګې او د بشریت د فکری او مادی قیادت رمز یا کیلی هم د مسلمانانو په واک کې وی او د اسلامی نظام په ټینګښت کې رسنۍ او د بیان آزادی خپل رول غښتلی وساتی.
«وَمَا عَلَیْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِین»
«وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَکِیلٌ»
گهیځ
ماشاءالله قدرمن استاذ!
واقعاً چې په زړه پورې او گټوره لیکنه مو د اسلامی امت او هېوادوالو لپاره په خورا زیار او کوښښ سره لیکلې ده. ستاسو د لابریاوو په هیله….