ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه نېټه ده) د ننګرهار امنیه قوماندانی ویلی چې د سپکو وسلو یو قاچاقبر یې له اته میله اېم ۱۶ امریکایی ټوپکو سره یوځای نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی رسنیو ته وویل، یوه شکمن کس دا وسلې په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې پاکستان ته یې واړوی.
زابلی زیاته کړه: “د ننګرهار د امنیه قوماندانی مجاهدینو د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سیمه کې یو کس نیولی چې غوښتل یې اته میله اېم شپاړس وسلې پاکستان ته قاچاق کړی خو د مجاهدینو له خوا څخه کشف او ونیول شو.”
پاکستان ته له دې مخکې هم له افغانستانه د اېم ۱۶ امریکایی ټوپکو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوی وو، خو اسلامی امارت د دې وسلو په قاچاق کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړی دی.
خو له دې وړاندې امنیتی ځواکونو له خوا هم پاکستان د وسلو د قاچاق د مخنیوی خبرونه ورکړل شوی.
گهیځ