کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې په دې ولایت کې د کبانو فارمونه په کلنی ډول ۲۰۰ مټریک ټنه غوښه تولیدوی.
د دغه ریاست رییس زیاته کړې، که څه هم د کبانو اوسنی تولید د ننګرهار اړتیاوې نه پوره کوی، خو هڅې یې پیل کړی، چې د فارمونو په ډېرېدو سره د کبانو غوښې په تولید کې ننګرهار پر ځان بسیا کړی.
د کرنې رییس همدا راز ویلی، په راتلونکی کې د کبانو بچیو تولید لپاره هچریانې جوړولو پلان لری، څو د دې برخې تولید نور هم پیاوړی شی.
ننګرهار کې دا مهال د کبانو ۱۰۰ فارمونه فعال دی، چې په کې شاوخوا ۳ سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د معلوماتو له مخې اوس مهال هره ورځ د تورخم له لارې لس ټنه د کبانو غوښه له پاکستان څخه هېواد ته واردیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ