کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو د والی ویاند ویلی، د دغه ولایت مواصلاتی لارې چې د ډېرو واورو د اورښت له امله د تګ – راتګ پرمخ تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې.
د هغه په وینا، اوسمهال د بامیان مرکز ته د دې ولایت د اوو ولسوالیو غځېدلې لارې د تګ – راتګ لپاره خلاصې دی.
نوموړی زیاته کړې، چې له ګاونډیو ولایتونو سره د بامیانو ارتباطی لارې هم پرانیستې دی.
ویاند څرګنده کړې، چې د بامیان – کابل لویه لار هم د «حاجیګک» او «شیبر» کوتل له لارې اوس د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ