کُرمې ته د پاکستانی حکومت پر تلونکی کاروان برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په لوړه سیمه کې د ډپټی کمېشنر جاوېد الله محسود پر موټر د وسلوالو لخوا ډزې شوی، چې له امله یې نوموړی ټپی شوی او کرمې ته تلونکی لومړی کاروان ځنډول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشاور، بیرسټر محمد علی سیف ویلی، دغه پېښه د بګن په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا ټپی ډپټی کمېشنر د هلیکوپټر له لارې روغتون ته انتقال شوی او حالت یې له خطر څخه بهر ښودل شوی.

بلخوا د خېبر پښتونخوا والی دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلی یې دی، چې دا پېښه د حکومت د ناکامۍ او کمزورتیا ښکاره ثبوت دی.

څو ورځې وړاندې د کرم د شخړې د حل په موخه په کوهاټ کې د یوې سترې جرګې په ترڅ کې د سولې تړون شوی و، چې د پرېکړې له مخې ټول ناقانونه وسلې به حکومت ته سپارل کیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.