هرات کې له ترکمنستانه وارداتی برېښنا پرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ترکمنستانه وارداتی برېښنا پرې شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا برېښنا تېره ورځ ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت د کشک رباط‌ سنګی ولسوالۍ د بغرچر بند په سیمه کې پرې شوې ده.

د برېښنا د پرې کېدو لامل د مزو کنګل کېدل بلل شوی دی.

په یاد ولایت ځایی مسوولینو ویلی، سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دی.

څه موده وړاندې هم د دغه ولایت برېښنا پرې شوې وه.

بل لور د هرات اوسېدونکی د ژمی په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ سخت اندېښمن کړی او له مسوولو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوی.

افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه پوره کوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.