کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې انادولو ترکی آژانس په خپل راپور کې ویلی، چې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پولیسو له لوری کور په کور تلاشی پیل شوې او ګڼ شمېر کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوی دی.
سرچینې ویلی، د کډوالو نیولو په موخه د پولیسو پلټنې د پلازمېنې اړوند بهارکو “بی ۱۷” او “اف ۱۸” سیمو کې پیل شوې.
دغه آژانس زیاتوی، پلټنې د پاکستانی چارواکو په امر پیل شوی او د دغه هېواد پولیسو هغه کډوال هم نیولی، چې د ویزو تمدید ته منتظر وو.
پاکستان وخت ناوخت افغان کډوال د افغان حکومت پر ضد د فشار د یوې وسېلې په توګه کاروی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ