بهر ته د افغان کارګرو د لېږد په اړه د همغږۍ غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو او د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته د شته افغان کارګرو ته د لازمو کاری اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته شوې.

دغه ناسته چې بهرنیو چارو وزارت کې شوې، بهرنیو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کاری زمینې برابرولو او هلته د مېشتو کارګرو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو په کې خبرې شوی.

دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې بهر ته په قانونی ډول د افغان کارګرو د لېږد پروسې د ګړندی کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړه‌ لیک ترتیب او له مخې یې هره اداره خپل مکلفیتونه په ښه ډول ادا کړی.

دغه ناسته د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په اساس شوې چې بهر ته د افغان ماهرو کارګرو د قانونی لېږد لپاره د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسوولیت مطابق به فعالیت تر سره کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.