کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیتی مسؤولینو ویلی، چې تېره شپه د خوست ښار په لومړۍ امنیتی حوزه کې د استوګنې په یوه اپارتمان کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړی مړه شوی.
د دوی په وینا مړو شویو کې چې یوه ښځه هم شامله ده.
د خوست د امنیې قومندانۍ ویلی، مړه شوی کسان د پکتیکا د سروبی ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چې خوست ته د یوه ناروغ د درملنې په موخه ورغلی وو.
امنیتی مسؤولینو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د ژمی په موسم کې له ګازو څخه د استفادې پر مهال لازم احتیاطی تدابیر ونیسی، څو د ورته پېښو مخه ونیول شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ