پاکستان ۵۴ افغان بندیان تورخم بندر کې افغان لوری ته وسپارل

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه افغان بندیان چې د ننګرهار، کنړ، لغمان، کابل، لوګر، کاپیسا، وردګ، خوست، کندهار، غزنی، هرات، سمنګان، پروان، بامیان، پکتیا، کندوز، غور، بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو اوسېدونکی دی، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوی وو.

د خبر پر بنسټ نیول شویو افغانانو د قانونی اسنادو د لرلو سربېره د حاجی کیمپ په زندان کې له دوو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې بند تېر کړی دی.

یاد کسان د افغان حکومت اړوند انټرپول پولیسو له لوری د تورخم بندر د انتقالاتو آمریت ته وسپارل شول.

تورخم کې د مسوولینو په وینا دغه افغانان له ثبت او راجستر وروسته د IOM او UNHCR ادارو څخه لومړنۍ مرستې ترلاسه او ډېری یې د اوږدمهاله مرستو لپاره IOM ادارې ته ور وپېژندل شول.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.