اسلام آباد کې افغان سفارت د افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام‌ آباد کې د افغانستان سفارت ویلی، پاکستانی حکومت له لوری د افغانانو نیول کېدل خپلسری ده.

یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۸۰۰ افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کې ۱۳۷ داسې کسان دی، چې د ویزو موده یې ختمه شوې او د تمدیدېدو غوښتنه یې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د اجازه لیک (NOC) د ترلاسی په شرایطو کې د وضاحت نشتوالی د دغو پناه‌ غوښتونکو د خپلسرو نیولو او شړلو لامل ښودل شوی دی.

د سفارت په خبره نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دی، چې معتبرې ویزې او د ملګرو ملتونو کارتونه لری.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره د PoR او ACC په نوم کارتونه ورکړی دی.

افغان سفارت پر پاکستانی حکومت او د ملګرو ملتونو پر بنسټونو غږ کړی، چې په سملاسی توګه دغه حالت ته پاملرنه وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.