کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندی رسنیو راپور ورکړی، چې د هند په چتیسګړ ایالت کې ماین چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتی ځواکونه وژلی دی.
ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، دغه ماین د ماویستی یاغیانو له لورې ځای پر ځای شوی و.
ځایی امنیتی مسوولینو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتی ځواکونو په یوه سیمه کې له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې عملیاتو کې ۴ ماویستی یاغیان هم وژل شوی دی.
د ماویستی یاغیانو بغاوت چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، تر دې دمه د څه باندې ۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی دی.
یادې ډلې ویلی، دوی د دغه سیمې د اصلی اوسیدونکو د حقونو لپاره چې د دوی په خبره په طبیعی سرچینو بډای دغه ایالت کې له پامه غورځول شوی دی، مبارزه کوی.
د هند رسمی شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ماویستی یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۷ یاغیان وژل شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ