کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ متحده عربی اماراتو ته په رسمی سفر ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، افغان پلاوی به د اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادی همکاریو د پراختیا او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړی.
په یاد سفر کې به د افغان پلاوی هڅه وی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اقتصادی پرمختګونو لپاره ګډې هڅې ترسره شی.
د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا دا سفر د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والی لپاره ترسره کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ