د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.

یاد وزارت ویلی، دغه پوهنځی هېواد کې د معیاری لوړو زده کړو پراختیا، د بدخشان ولسونو لپاره د معیاری روغتیایی خدمتونو اسانتیاوو رامنځته کولو او د طبی ستونزو د حل په موخه منظور شوی دی.

بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی رامنځته کول وروسته له هغې منظور شول، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د معیاری کولو په موخه د هېواد په پوهنتونونو کې د ۱۱ دوکتورا او ۳۶ ماسټری برخې فعاله کولو خبر ورکړ.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.