کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا مهم واټ د عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې غځېدلی، چې دروازه یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تېره ورځ پرانیستل شوه.
د دغې لارې د خلاصون په مراسمو کې چارواکو ویلی، دا دروازه او لار وروسته له شلو کلونو خلاصیږی.
د دوی په وینا ټولې هغه لارې به خلاصې کړی، چې د تېر حکومت پر مهال تړل شوې دی.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو بیا ویلی، چې له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې څه باندې یو کیلو متر اوږد او شپاړس متره پلن غځېدلی واټ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې میاشتو کې په پاخه او اساسی توګه ترمیم او ورغول شو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ