‏په ناړۍ ولسوالۍ کې د کونړ سیند ته استنادی دېوال جوړېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند له اوبو څخه د سړک ژغورلو په موخه د استنادی دیوال جوړولو چارې پیل شوی دی.
د دې ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکی وایی، د ناړۍ ولسوالۍ اړوند خونانو کڅ کې د سیند اوبو سړک سره نږدې سیمې ویجاړې کړې وې.
د دې ولایت د ټولګټو چارو سرپرست رییس مولوی معاذ رسنیو ته وویل: “یاد دیوال ۷۰ متره اوږدوالی او ۱۶ متره لوړوالی لری چې د ۸ نیم میلیونو افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږی، دې دیوال کې په لسګونو کسانو ته د کار کولو زمېنه برابره شوې ده.”
د معاذ په خبره د کونړ ډېری سیمو کې سیند او یا هم بارانونو سړکونه یا ویجاړ کړی او یا هم د ویجاړېدو ګواښ سره مخ دی چې په وینا یې جوړول یې اړین دی .
نوموړی له باید مرستندویه ادارو او مرکزی حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د یادې ستونزې هواری کې دې ورسره مرسته وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.