کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو او پر جبری وېستلو اندېښنه څرګنده کړې.
بېنټ زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لری.
هغه پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې کوربه هېوادونو ته اړینه بودیجه په واک کې ورکړی.
بېنټ د افغانانو د مېشتولو او ځای پر ځای کولو لپاره د مناسبو حل لارو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د یادولو وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو ورځو کې هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او جبری شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ