کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلکو مخابراتی او معلوماتی خدمتونو ته لاس رسی موندلی دی.
د مسوولینو په خبره د مخابراتو وزارت او خصوصی سکټور له خوا په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې په مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې له جملې یې د خصوصی سکتور له خوا د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه سایټونه او مخابراتو وزارت په مالی همکارۍ درې سایټونه فعال شوی او د ۲۳ نورو سایټونو د جوړولو چارې دوام لری.
نوموړی زیاته کړې، چې د انټرنټ په برخه کې هم د ولسوالیو 2G خدمتونه 3G ته اوښتی او د یو شمېر ولسوالیو په ګډون مرکز کې خلک له 4G خدمتونو ګټه اخلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ