امریکا په افغانستان کې د خپل افغان همکارانو د وېستنې هوکړه تمدید کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن ویلی، حکومت یې د افغانانو د تخلیې له ایتلاف Afghanevac  سره هوکړه لیک تمدید کړی دی.

بلینکن پر خپلې ایکس پاڼې ویلی، دا اقدام امریکا ته د هغو افغانانو د لېږد په موخه ترسره شوی، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره همکاری کړې ده.

امریکا چې د اوسنی حکومت د راتلو راهیسې یې شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان له افغانستانه ووېستل، بهرنیو چارو وزیر یې ټینګار کړی، چې د افغان همکارانو د لېږد بهیر ته ژمن دی او د هغوی ملاتړ به کوی.

دغه هوکړه لیک په داسې حال کې تمدید شو، چې د امریکا سره کارکوونکو ګڼو افغانانو شکایت کړی، چې د دوی د لېږد بهیر ډېر پڅ دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.