کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ځایی چارواکو ویلی، چې د آب بند ولسوالۍ اړوند کابل – کندهار پر لویه لاره د یوې ترافیکی پېښې له امله پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلی، چې دغه ترافیکی پېښه تېره شپه د مسافر وړونکی او بار وړونکی موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی ښودلې.
دې وروستیو کې د هېواد په کچه ټرافیکی پېښو شدت موندلی، چې له امله یې ډېری کسانو ته مرګ – ژوبله اوړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ