کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره د دغه ایالت د ملی ګارډ ځواکونه ګومارل شوی دی.
دا د تاریخ تر ټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دوهم تر ټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلی، چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ د اور خوراک شوی او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوی دی.
د اطفایی زرګونه کارکوونکی د هیلکوپټرو په مرسته د لاس انجلس په دریو بېلابېلو ځنګلی سیمو کې د اور په وژلو بوخت دی.
د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی و چې د سمندری ځواکونو هیلکوپټرې چې د اوبو د لېږدولو توان لری، د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراری حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې، چې د اور وژلو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ