کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې لګېدلی اور د هالیووډ مشهور لوبغاړو میلیونی کورونه د ایرو په ډېریو بدل کړل.
د یادو لوبغاړو له ډلې یو هم جیمز ووډز دی، چې د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د کرکې او افراطی دریځ له امله بدنام دی.
جیمز ووډز چې د غزې پر خلکو د اسراییلو له وحشت او زور زیاتی تل ملاتړ کړی او په لا زیاتې تباهۍ یې ټینګار کاوه، د سخت زړی او بې رحمه انسان په توګه پېژندل کیږی.
نوموړی په خپلې اېکس پاڼې لیکلی وو، “اوربند، روغه جوړه او بښل نشته، ټول له مخې ووژنئ.”
د کلفورنیا وروستی اور د جیمز ووډز کور هم وسوځاوه.
هغه تازه له CNN سره په ژوندۍ مرکه کې د خپل کور د سوځېدو په اړه خبرې کولې او په سلګیو یې ژړل.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو خلکو نه یوازې دا چې له هغه سره خواخوږی ونه ښوده، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې له هغه بېزاری وکړه.
یو عرب لیکوال په خپل پوسټ کې له جیمز ووډز پوښتنه کړې، چې “اوس ووایه، د خپل کور په سوځېدو څه ډول احساس کوې؟”
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ