کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې جرمنی حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله ییز وېستلو اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت ډېرخراب شوی دی.
دا مهال په پاکستان کې تر ۳ زره زیات افغان کډوال اوسیږی، چې جرمنی ته د تګ ویزو ته منتظر دی.
پاکستان کې ډېری افغان کډوال جرمنی ته د تګ لپاره ویزو ته انتظار کوی او له همدې امله د المان دغه داخلی پروګرام له نیوکو سره مخ شوی.
د بشری حقونو ډلې وایی، د دې هېواد د کارونو ځنډ افغان کورنۍ له خطر سره مخ کړې دی.
د جرمنی حکومت ویلی، له پاکستانی چارواکو سره په نږدې تماس کې دی او په دوامداره توګه پر شرایطو د برابرو کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ