ملی تدارکاتو کمېسیون د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظور کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظور او ۹ نورې پروژې تعدیل شوې.

د دغو منظور شویو پروژو په لړ کې د کابل د ارغندۍ ترانسپورټی ترمینل جوړول، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو لپاره تم‌ ځای جوړول او د آقینې – اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د ترمیم پروژې شاملې دی.

همدارنګه، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوری فایبر لین غځول، د کابل ښار د یو شمېر داخلی سړکونو اساسی جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د شته پروژو پاتې چارې بشپړول او ګڼ شمېر نورې پرمختیایی پروژې په دې غونډه کې منظورې شوې.

د مسوولینو په وینا یادې پروژې به د سرپرست حکومت له لوری تمویل او عملی کیږی، چې د هېواد د اقتصادی پرمختګ لپاره مهمه هڅه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.