ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان اسلامی امارت ویلی، افغانې ښځې له دې وروسته نشی کولی چې له شرعی محرم پرته له هېواده بهر نورو هېوادونو ته په سفر ووځی.
د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، هغه افغانې محصلینې چې بهرنیو هېوادونو تحصیلی بورسونه ورکړی، باید بهر ته یې د سفر لپاره یوه لاره وسنجول شی.
نوموړی همدا راز ویلی، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړی بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړی، مخه به یې نیولې کېږی.
مجاهد ویلی: “په بهرنیو هېوادونو کې ځینې افغانان په بد وضعیت کې ژوند کوی او دوی (ا.ا) نه غواړی چې نور افغانان هم په ورته برخلیک اخته شی”.
نوموړی خپل خبری کنفرانس کې همدا راز وویل چې هغو ټولو افغانو محصلینو سره مرسته شوې ده چې دا مهال د اوکرایین کړکېچن وضعیت کې بند پاتې دی.
د یادولو وړ ده چې اسلامی امارت له دې وړاندې هم د مېرمنو لپاره په کور دننه د حجاب په پام کې ساتلو سره ځینې اصول خپاره کړی و او ویلی یې و، چې یاد اصول د سپارښتنو له لارې خلکو ته رسوی.
گهیځ