ننګرهار کې د کوږ په نوم نیول شوی نایابه وحشی حیوان ځنګلی چاپېریال ته خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست ویلی، چې د ښېوې ولسوالۍ په کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم یو وحشی حیوان موده وړاندې د کوچیانو له خوا د اضرارو د مخنیوی په موخه نیول شوی او د امنیتی ارګانونو په همغږۍ چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوی و.

د دوی په وینا د یاد حیوان روغتیایی وضعیت ته په کتو تر د درملنې وروسته د وحشی حیواناتو او الوتونکو د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې ګډې کمېټې د غړو په شتون کې خپل اصلی چاپېریال ته خوشې شو.

دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشی حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لری.

د چاپېریال ساتنې ریاست له ځایی خلکو او امنیتی مسوولینو مننه کړې او له هغوی یې غوښتی، چې د وحشی حیواناتو او الوتونکو د اضرارو ترڅنګ د هغوی ساتنې ته هم پاملرنه وکړی.

د ریاست الوزراء د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د وحشی حیواناتو او الوتونکو ښکار او قاچاق منع دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.