د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان آزاد او پرون هېواد ته راستانه شول.

د دغه وزارت په وینا یادو کسانو د قانونی اسنادو د نشتون له امله له یوې څخه تر دریو میاشتو موده بند کې تېره کړې وه.

له دې سره په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۶۶ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شوی.

د یو بل خبر له مخې دغه هېواد کې لا هم د افغان کډوالو د نیولو او همداراز په جبری توګه د وېستلو بهیر دوام لری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.