کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د قطر د یوې پټې سرچېنې له قوله راپور ورکړی، چې قطر د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره اسراییلو او حـ ـماس ته د اوربند د وروستۍ مسوده سپارلې ده.
ویل کیږی چې دغه مسوده د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړې شوې، خو دا لا څرګنده نه ده چې د دې مسودې جوړوونکی څوک دی؟
په همدې تړاو، سپینې ماڼۍ ویلی چې د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفونی خبرو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستی ګامونه ارزولی دی.
بل لور راپورونه ښیی چې اسراییلو هغه پلان تصویب کړی، چې له مخې به یې خپل پوځیان په بشپړ ډول له غزې وباسی.
دا هڅې په داسې حال کې کیږی چې د موساد مشر تېره ورځ په همدې تړاو خبرو لپاره قطر ته تللی دی.
د یادونې وړ ده چې اوربند خبرې هغه وخت جدی شوې کله چې اسراییلو په غزه کې د خپلې ناکامۍ نښې ولیدې او د جګړې پای ته رسولو لپاره د لارو په لټه شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ