ډېر ژر به د احمدشاه بابا د کور رغنیزې چارې بشپړې شی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د احمد شاه بابا د کور له رغنیزو چارو لیدنه کړې.

اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلی، چې سرپرست وزیر د یادې لیدنې پرمهال د تاریخی ابداتو او کلتوری میراثونو په ساتنه او رغونه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تاریخی ابدات او کلتوری میراثونه د ملتونو هویت څرګندوی او ساتنه یې د ټول ملت ګډه دنده ده.

د یاد وزارت په وینا، د احمد شاه بابا د کور رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دی، چې ډېر ژر به بشپړې شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.