کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د ژغورنې ټیمونو د بلوچستان په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۱۱ کانکېندونکو مړي له خاورو را ویستلي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې دا چاودنه تېره اونۍ د ډبرو سکرو په کان کې د میټان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.
د ژغورنې ټیمونه تر دې دمه د یوه قرباني د موندلو هڅه کوي، چې لا هم د خاورو لاندې پاتې دی.
چارواکو د دې پېښې په اړه د خپلو اندېښنو څرګندولو ترڅنګ د کانونو د خوندي کولو لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
یادې پېښې د کان کېندنې پر مهال د خوندیتوب د نشتوالي او د میټان ګاز د چاودنو د خطر په اړه پوښتنې راپورته کړي، چې په دې سیمه کې ډېرې وخت دغسې پېښې رامنځته کیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/