د افغان نجونو زده کړې؛ هغه ستونزه چې باید سیاسی لوبه ترې جوړه نشی!

د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د نجونو د زده کړو په تړاو د یوې نړیوالې دوه ورځنۍ غونډې کوربه ؤ چې د اسلامی نړۍ یو شمېر چارواکی، دینی عالمان، پوهان او ځینی سیاسی څېرې ورته رابلل شوې وې.

د رسنیزو راپورونو پر بنسټ په دغه نړیوال دوه ورځنی کنفرانس کې چې رابطه العالم الاسلامی په هڅو جوړ شوی ؤ، د ۴۷ اسلامی هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ۱۵۰ ډېرو استازو ګډون کړی وو چې هر یوه په خپل وار د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو د دینی روایاتو او ټولنیزو رواجونو له پلوه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل او په ټوله کې یې د نجونو د زده کړو په تړاو په اسلامی نړۍ کې شته ستونزې او خنډونه و ارزول.

د یاد کنفرانس د پای په اعلامیه کې راغلی دی چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان څه نارینه او ښځه فرض دی او د اسلامی شریعت له مخې پدې تړاو هېڅ خنډ ته جواز نشی موندل کېدای او زیاته شوې چې د اسلام د ټولو فکری مکتبونو پخوانی او هم اوسنی عالمان د سړیو ترڅنګ د ښځو د تعلیم پر حق سره متفق او یوه خوله دی.

پدې دوه ورځنی کنفرانس کې بېلابېلو شخصیتونو ویناوې وکړې او ځینی سیاسی کمپاین کوونکو لکه اغلې ملالۍ یوسفزۍ هم د خپل زړه بړاس و ایستلو او له دغه ستیج نه په ګټې اخیستنې سره یې د افغان نجونو د تعلیمی حقونو په تړاو د رښتیا او دروغو اوښکې هم تویې کړې چې طبعاً تفصیل به یې دلته ضروری نه وی.

اما اصلی خبره دا ده چې که څه هم په اسلامی شریعت کې د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو جوړ شوی دغه سیمینار یا کنفرانس د رابطه العالم الاسلامی د نړیوال سازمان له اړخه جوړ شوی ؤ، خو داسې ښکاره شوه لکه دا هم چې د افغانستان پر اوسنی حکومت د فشار راوستلو لپاره د اسلام آباد له لورې د یوې وسیلې په توګه کارولی شوی وی.

دا شک ځکه هم لږ لږ د یقین خواته نژدې کېږی چې د پاکستان د حکومتی او پوځی حلقو د وسله وال برید له امله د دغه ملک پرېښودو ته اړ شوې اغلې ملاله یوسفزۍ د نورو ګډونوالو او وینا والو پر خلاف د افغانستان اوسنیو چارواکیو ته ډېره په غوسه ښکاریده او پر افغان حکومت او ولس یې د لا زیاتو نړیوالو بندیزونو غوښتنه کوله.

بل اړخ ته د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دغه دوه ورځنۍ کنفرانس په تړاو په خپله تبصره کې د اسلام آباد دغه کنفرانس د یادې موضوع په تړاو د اسلام آباد اندېښنه نه، بلکې د کابل پر خلاف د اسلام آباد یو تبلیغاتی کمپاین و ګڼلو.

په هر صورت دا چې اسلام آباد د دغه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس له کوربه توب او پکې له فعال ګډون څخه څه سیاسی او تبلیغاتی موخې درلودې ځان ته بحث دی، خو دا هم په خپل ځای تریخ واقعیت دی چې د افغانستان اوسنی حکومت هم په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د نجونو او مېرمنو پر مخ د تعلیم او زده کړو په بندولو سره د دوست او دښمن دې ډول تبلیغاتو ته زمینه برابره کړې ده.

که د اسلام آباد په وروستی دوه ورځنی کنفرانس کې د ځینو وینا والو خبرې او یا د دې ډول یوه نړیوال کنفرانس له کوربه توب څخه د هغه هېواد د چارواکیو له نیتونو ورتېر هم شو دا نشو ویلای چې په یاد کنفرانس کې د ټولو ګډونوالو یا وینا والو نیتونه سم نه وو یا یې د موضوع په تړاو ویناوې غلطې او د اسلامی لارښوونو خلاف وې.

بل اړخ ته د اسلام آباد له وروستی کنفرانس پرته هم د اسلامی نړۍ نامتو علماوو او مشرانو تل له افغان حکومت څخه دا غوښتنه تکرار کړې چې باید افغان نجونې او مېرمنې د تعلیم او زده کړو له حق څخه محرومې نکړای شی.آن په کور د ننه هم افغان علماوو، مشرانو او مخورو تل پدې تړاو حکومت ته ښې مشورې ورکړې او چارواکی یې هڅولی تر څو د مظلومو افغان خویندو زده کړو ته د اسلامی شریعت او اسلامی قوانینو په چوکاټ کې یوه مناسبه د حل لاره راوباسی او پدې تړاو د دوستانو اندېښنو او د دښمنانو تبلیغاتو ته د پای ټکی کېږدی.

دا به ومنو چې په تېرو پرله پسې لسیزو کې د نورو برخو په شان زمونږ په هېواد کې د ښځینه وو تعلیم او زده کړو هم یولړ ستونزې او ناخوالې له ځان سره درلودې خو دا باید دد ې سبب هم نشی چې افغان نجونې او مېرمنې دې د تعلیم له شرعی حق څخه محرومې پاتې شی او د اسلامی مقدس دین د ارشاداتو خلاف دې د جهل او ظلمت تورو تیارو ته ټیل وهل شی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.