له سعودی عربستان سره د افغان حاجیانو د اسانتیاوو تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)

ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۴۶ قمری کال د حج مراسمو لپاره د افغان حاجیانو خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون له سعودی عربستان سره لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې به د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکه مکرمې او مدینې منورې کې د اوسېدو ځای، خوراک او ټرانسپورټ په برخو کې خدمات وړاندې کوی.

یاد قرارداد د ارشاد حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې عمومی رییس مولوی محمدنبی محمدی او د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت په وینا، د تېرو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو لپاره د خدماتو کېفیت لوړ شوی دی.

تېر کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د منظم پلان له مخې د حج فریضه ادا کړه او په بریالیتوب سره هېواد ته راستانه شول.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.